۰
ینس سټولټنبرګ:

افغانستان کې د مهمو تاسیساتو د امنیت په اړه کار روان کړی دی

یکشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۳
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د دغه سازمان غړي هېواد د کابل د نړیوال هوايي ډګر په څېر د مهمو تاسیساتو د امنیت خوندي کولو په اړه هڅې پیل کړې دي.
افغانستان کې د مهمو تاسیساتو د امنیت په اړه کار روان کړی دی
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د دغه سازمان غړي هېواد د کابل د نړیوال هوايي ډګر په څېر د مهمو تاسیساتو د امنیت خوندي کولو په اړه هڅې پیل کړې دي.

نوموړي د نانو د سرمشریزې په درشل کې د تېرې جمعې په ورځ یوه انلاین خبري کنفرانس ویلي دوی په دې کار کوي، چې په څه ډول کولی شي د دغه مهمو تاسیساتو امنیت خوندي کړي.

د هغه په وینا د کابل نړیوال هوایي ډګر چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو یوه مهمه کړۍ بلل کېږي په څېر د مهمو تأسیساتو د امنیت د خوندي کولو په اړه کار روان دی او دا موضوع به د ناټو د سبا ورځې د سرمشریزې په اجنډا کې هم شامله وي.

ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي«یو خو دا هغه څه دي چې ناټو یې ملاتړ کوي او له بلې خوا موږ دا څېړو چې د ناټو متحدین په څه ډول کولای شي چې په دغه هڅه کې ونډه واخلي، په دې اړه چې په مشخصاً په څه ډول موږ د هوایي ډګر لپاره ملاتړ ته دوام ورکولای شو، د ترکیې په ګډون له مختلفو متحدینو سره خبرې روانې دي ترڅو دا مسئله یقیني کړو چې هوایي ډګر د نړیوالو معیارونو پر اساس فعالیت ته دوام ورکړي.»

د یادونې ده، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو په وتلو او جګړې په شدت افغانستان کې د مهمو تاسیساتو د امنیت په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

تازه په راپورونو کې د امریکا له قوله ویل شوي، چې ښايي یو شمېر هېوادونه د امنیت د خرابولي له امله په کابل خپل سفاروتونه وتړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي