پاکستان وايي، په کابل کې به یې د قونسلګرۍ څانګه سر له نن څخه د یوې اوونۍ پر مخ تړلې وي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پرېکړه په افغانستان کې د کرونا وبا د وضعیت د لاخرابېدو له امله شوې ده.
د سفارت په خبرپانه کې راغلي، چې په انلاین بڼه به د ویزو د صادرولو چارې دوام ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون ورته اعلان وکړ او ویلي یې وو، د قونسلګرۍ څانګې فعالیت سر له نن څخه ځنډوي.
جمهورخبري آژانس:کابل