۰

وروګو کې د عبدالوکیل خان په نوم انستتیوت سوځېدلی

یکشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۸
امنیتي چارواکي وايي وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده کړو انستتیوت اور اخیستی او سخت زیان ور رسېدلی دی.
وروګو کې د عبدالوکیل خان په نوم انستتیوت سوځېدلی
امنیتي چارواکي وايي وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده کړو انستتیوت اور اخیستی او سخت زیان ور رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عبدالوکیل خان په نوم د زده‌کړو انستتیوت چې د مرکز ميدان په فاروق خېل سیمه کې موقعیت لري پرون وروسته له هغې اور واخیست چې د هاوان یوه مرمۍ په کې ولګېده.

د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو ډېره هڅه وکړه، چې دغه روزنیزه ودانۍ له بشپړ سوځېدو وژغولي.

د قول اردو په خبرپانه کې د دغه پېښې مسوول طالبان بللی شوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي