۰
د کاناډا پخوانی سفیر:

ناټو افغانستان کې د پاکستان د نیابتي وسله والو او جګړې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی

یکشنبه ۲۳ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۸
د افغانستان لپاره د کاناډا پخوانی سفیر کریس الکساندر وايي، ناټو له ۲۰۱۴ کال راهیسې افغانستان کې د پاکستان پر نیابتي وسله والو هېڅ زار بریدونه نه دي کړي.
د افغانستان لپاره د کاناډا پخوانی سفیر کریس الکساندر وايي، ناټو له ۲۰۱۴ کال راهیسې افغانستان کې د پاکستان پر نیابتي وسله والو هېڅ زار بریدونه نه دي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې الکسنارد یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې پاکستان د افغان جګړې اصلي لامل بللی او پر ناټو یې غږ کړي، چې په خپله راتلونکې غونډه کې د پاکستان د روانې نیابتي جګړې په اړه بحثونه وکړي.

نوموړي پر ناټو سخته نیوکه کړې، چې چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، پاکستاني نیابتي وسله والو او د پاکستان د نیابتي جګړې پر وړاندې هېڅ راز اقدام نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د کاناډا پخواني سفیر اوس د دې وخت دی چې ناټو د پاکستان په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

د هغه په وینا که ناټو په خپلو بحثونو کې د جګړو د ختمولو لپاره غږ اوچت نه کړي نو پر دغه بنسټ به شکونه او نیوکې ډېرې شي.

د یادونې ده، چې الکساندر تر دې وړاندې هم دوه ځلې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لامل د بهرنیو ځواکونو حضور نه بلکې د پاکستان نیابتي جګړه ده.

نوموړي زیاته کړې وه، د سرتېرو شتون یا نشتون په افغانستان کې هېڅ اغېز نه لري تر هغه چې پر پاکستان د نیابتي جګړې د ختمولو لپاره فشارونه ډېر نه شي.

الکساندر تر دې وړاندې ویلي و، د پاکستان استخباراتي اداره یا ای ایس ای په افغانستان کې د جګړې تر شا ده او هڅه کوي د سولې روانه پروسه ناکامه کړي.

دغه پخواني کاناډايي دیپلومات هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید پر پاکستان د نیابتي جګړو د پای ته رسولو او ترهګرو د ملاتړ په پار فشارونه ډېر کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي