د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي، یو شمېر هغه کسان یې نیولي، چې د امنیتي ځواکونو د پوستو د تسلیمۍ په موخه د طالبانو له لوري پوستو ته د منځګړو په توګه ورغلي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارین ویلي، په یو شمېر ولایتونو کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب وسله والو طالبانو ته د امنیتي پوستو تسلیمول د پوځي اصولو خلاف کار دی.
هغه خبرداری ورکړی، چې که هر څوک له دې وروسته ورته کار ترسره کړي نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به ونیول شي.
د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د قومي مشرانو په منځګړتوب د افغان ځواکونو پوستې پرته له جګړې طالبانو ته تسلیم شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل