د بشري حقونو کمېسیون: طالبانو ځینې ولسوالۍ اقتصادي کلابندې کړې

24 جوزا 1400 ساعت 7:49

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، طالبانو د هېواد ځینو ولایتونو کې ولسواليو اقتصادي کلابندې کړې، چې د خلکو ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.


د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، طالبانو د هېواد ځینو ولایتونو کې ولسواليو اقتصادي کلابندې کړې، چې د خلکو ژوند یې له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، یو شمېر ولسوالي عملاً د طالبانو په اقتصادي کلابندي کې دي.

سرچینه زیاتوې، چې طالبانو پر کلابندو ولسوالیو مواصلاتي لارې بندې دي، خلک لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو او اساسي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

کمېسیون پر دې چاره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، وړاندې تر دې چې دا وضعیت په یوې انساني فاجعه او بحران بدل شي باید د پای ټکی ورته کېښودل شي.

بشري حقونو کمیسیون څرګنده کړې چې د جګړې د یو تکتیک په توګه اقتصادي محاصره، جنایت دی.

دغه کمېسیون پر طالبانو یې غږ کړی دی چې هر څه ژر دې لارې خلاصې کړي څو خلک په دې بحراني وضعیت کې د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی ومومي.
 
طالبانو ترا وسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139739

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139739/

جمهور
  https://www.jomhornews.com