۰

د ناټو سرمشریزه نن پیلېږي د افغانستان په اړه به هم خبرې په کې وشي

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۵
ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران بروکسل کې سره جرګه شي، چې د نورو مضوعاتو تر څنګ به د افغانستان په اړه هم په کې خبرې وشي.
د ناټو سرمشریزه نن پیلېږي د افغانستان په اړه به هم خبرې په کې وشي
ټاکل شوې د ناټو د غړو هېوادونو مشران بروکسل کې سره جرګه شي، چې د نورو مضوعاتو تر څنګ به د افغانستان په اړه هم په کې خبرې وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې غونډه نن دوشنبې د غبرګولي ۲۴ مه چې د مۍ ۱۴ مه کېږي بروکسل کې جوړېږي.

غونډې ته د امریکا ولسمشر جوبایډن هم ورځي او د ناټو له شاوخوا دېرشو غړو هېوادونو سره خبرې کوي چې د بحث موضوعات یې هم افغانستان، روسیه او ځينې نور نړیوال موارد دي.

ویل کېږي امریکا به د ناټو د ځواکمن غړي هېواد په توګه له افغانستانه د سرتېرو ایستلو، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یادې غوندې تر پیل دوه ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي وو چې د ناټو د مشرانو د بحث موضوع یوه هم افغانستان ده او ددغه هېواد په اړه به مهمې پرېکړې وشي.

امریکا او د تاټو غړي هیوادونه داسې مهال د افغانستان په اړه خبرې کوي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو بهیر روان دی او تر پنځوس سلنه بشپړ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي