۰

د پاکستان د علماوو مشر: افغان سوله کې همکارۍ ته کوو

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۰۱
د پاکستان د دیني عالمانو مشر او د دیني چارو د همغږۍ برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي مولانا طاهر اشرفي وايي، دوی د افغانستان سوله کې همکارۍ ته ژمن دي.
د پاکستان د علماوو مشر: افغان سوله کې همکارۍ ته کوو
د پاکستان د دیني عالمانو مشر او د دیني چارو د همغږۍ برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي مولانا طاهر اشرفي وايي، دوی د افغانستان سوله کې همکارۍ ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اشرفي ویلي، پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو کې مهم رول لوبولی دی.

د هغه په وینا پاکستان افغان سوله د ځان او ټولې سیمې په ګټه بولي او هڅه کوي چې دغه هېواد تلپاتې سولې ته ورسېږي.

مولانا اشرفي وايي، دوی د افغان سولې لپاره د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د ګډې اعلامیې هرکلی کوي او تمه لري چې ښکېل اړخونه هر څه ژر جګړه ودروي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو د سعودي عربستان په همکارۍ او د رابطه عالم اسلام سازمان په څار دوه ورځې وړاندې مکه مکرمه کې حضوري او انلاین غونده وکړه.

په دغه غونده کې یې افغانستان کې جګړه مردوده وبلله او ټینګار یې وکړ، چې د جګړې د مخنیوي او دایمي اوربند لپاره به لاس په کار کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي