۰

اردغان: افغانستان کې د مسوولیت اخیستو ته چمتو یوو

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۴
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې مسوولیت پر غاړه واخلي.
اردغان: افغانستان کې د مسوولیت اخیستو ته چمتو یوو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې مسوولیت پر غاړه واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اردوغان چې بروکسل ته د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره روانېده په انقر کې خبریالانو ته ویلي، دوی کولی شي افغانستان کې مسوولیت پر غاړه واخلي او په بریالي ډول یې تر سره کړي.

نوموړي زیاته کړط، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یواځینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني.

نوموړي دا ویلي، پر دې مسئله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ناټو هم ویلي، چې افغانستان کې د کابل د هوايي ډګر په ګډون د مهمو تاسیساتو د ساتنې په اړه خبرې اترې او کار روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له وړاندې خبرداری ورکړي، چې له امریکا سره د شوي تړون له مخې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.

طالبانو د ترکیي چارواکو څرګندونو ته غبرګون کې هم ویلي، چې ترکي ځواکونه هم باید له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي