۰

مشهور او ملي سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۰۲
د هېواد مشهور حماسي او ملي سندر غاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناورغۍ له امله په حق رسېدلی دی.
مشهور او ملي سندرغاړی عبدالله مقری ومړ
د هېواد مشهور حماسي او ملي سندر غاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناورغۍ له امله په حق رسېدلی دی.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مقري د مړینې خبر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر معین هارون حکیمي پر خپله فسبوک پاڼه خپور کړی دی.
 
ښاغلي حکیمي لیکلي، د هېواد د غرونو او دښتونو د میني او سوُز په خواږه اواز چي یې د هېواد پالنې ترانې او د غیرت حماسې ویلې، هغه سندرغاړی هم کرونا واخیست!
 
نوموړي زیاته کړې، عبدالله مقری زموږ د رښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند وو.
 
د هغه په وینا مرحوم مقري د جګړې، ظلم، جهالت، او افراطیت په وړاندي واضح دریځ او د بې وزلو، وطنپالو او مسافرو د دردونو ژباړن انسان وو.

عبدالله مقری د د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اصلي اوسېدونکو و، چې د هېواد او ملکي ګټو لپاره یې سلګونه سندرې ویلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي