د هرات والي عبدالوحید قتالي تاییدوي، چې د دغه ولایت د اوبه ولسوالي د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي په وینا طالبانو پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۳ مه د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ نیولې دي.
نوموړي زیاته کړه، په جګړه کې ۲۰ افغان سرتېري هم ټپیان شوي، چې د دریو روغتیايي حالت نازک دی.
والي په جګړه کې طالبانو ته هم د درنې مرګ ژوبلې د اوښتو ویلي خو دقیق ارقام یې نه دي ورکړي.
د هرات والي وايي، دوی د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره چمتوالي باندې بوخت دي.
طالبانو هم تایید کړې، چې ولسوالي یې نیولې او یوازې د ملي اردو یو کنډک مقاومت کوي.
د یادونې ده، چې په تېرو څو اوونیو کې کابو ۱۶ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
فاریاب قیصار او دولت اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاهاب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
جمهورخبري آژانس:هرات