۰

خلیلزاد له قزاقستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۵
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قزاقستان له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
خلیلزاد له قزاقستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قزاقستان له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د سولې په تړاو د پیل کړي سفر په ترڅ کې پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۳ مه د قزاقستان پلازمېنې نور سلطان ته رسېدلی دی.

نوموړي له قزاق چارواکو سره تر لیدنې وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي، قزاقستان یې د افغان سولې پروسه کې همکارۍ ته هڅولی دی.

خلیلزاد د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله وايي، په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځ ته کېدو او د سیمې د پرمختګ هدف ته رسېدو لپاره امریکا له نورو هېوادونو سره په ګډه کار کوي.

هغه ویلي«زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم.»

د امریکا ځانګړی استازی وايي، په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو امریکا به د دې هېواد تر خوا ولاړ وي.

نوموړي ټينګار کړی، چې امریکا به سولې ته د رسېدو د هڅو ترڅنګ به له دې هېواد سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې لومړی کابل او بیا قطر ته ولاړ او دلته یې له افغان چارواکو او هلته یې د مرکچي پلاویو او د قطر له چارواکو سره پر سوله خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي