سرچینې: د کندوز خان آباد ولسوالي هم طالبانو نیولې

24 جوزا 1400 ساعت 9:43

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د کندوز ولایت خان آباد ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.


باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د کندوز ولایت خان آباد ولسوالۍ هم د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا په دغه ولسوالۍ کې له تېرو دوه ورځو راهیسې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.

سرچینې زیاته کړې، چې له دوې ورځنۍ جګړې وروسته تېره شپه (د غبرګولي ۲۳مه) دغه خان آباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېده.
 
د سرچینې په وینا افغان ځواکونو د یادې ولسوالۍ د توپخانې غونډۍ ته شاتګ کړی دی، خو حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د خان آباد ولسوالي یې نن سهار نیولې او ګڼ تجهیزات یې تر لاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې، چې د هرات ولایت اوبه ولسوالي هم پرون د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هرات والي عبدالوحید قتالي دا خبر تایید کړی وايي، په جګړه کې ۲۰ افغان سرتېري ټپیان شوي او طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق ارقام یې نشته.

والي وايي، د ولسوالي د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139753

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139753/

جمهور
  https://www.jomhornews.com