د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د خپلو اړوند مواردو په هکله بحث وکړ.
سرچینه زیاتوي، دغه راز په دې ناسته کې د سولې، امنیت، ډیپلوماټیکو ماموریتونو، د حامد کرزي هوايي میدان د بشپړ فعال ساتلو او د دغو دوو هېوادونو تر منځ د سټراټېژیکو مراوداتو په هکله بحث وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل