۰

صالح: طالبانو ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۴۹
په داسې حال کې، چې په هېواد کې جګړو زور اخیستې او یو شمېر ولسوالي په پرلپسې توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح غبرګون ښودلی دی.
صالح: طالبانو ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي
په داسې حال کې، چې په هېواد کې جګړو زور اخیستې او یو شمېر ولسوالي په پرلپسې توګه د طالبانو لاس ته لوېدلې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د غبرګولي ۲۴ مه په خپله فسبوک پاڼه د خبرداري په شکل لیکلي، چې طالبانو ته به نیول شوې سیمې په ګورستان بدلې شي.

نوموړي ویلي،هغه سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي په وینا یې طالبانو په یوې «بارکې لارې» پر مختګ کړی دی.

دی وايي، هغه څوک چې له طالبانو سره جګړه کې بلد دي په وینا یې پوهیږي چې دغه د بارکې نقطې پرمختګ به طالبانو ته په ګورستان بدل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د طالبانو په اعمالو کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او خلک یې باید پر وړاندې ودرېږي او دفاع وکړي.
 
ښاغلي صالح دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا پرون د هرات اوبه او د کندوز خان آباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

تر دې وړاندې فاریاب قیصار او دولت‌اباد ولسوالۍ، د غور شهرک او تولک، د ارزګان ګېزاب او چنارتو، د غزني جغتو او اب‌بند، د بادغیس سنګ اتش او جوند، د تخار چاه‌اب او اشکمش، د بدخشان ارغنجخواه، د دایکنډي پاتو، د سرپل سوزمه قلعه او د بلخ زارع ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي