۰
امریکايي جنرال:

وضعیت څارو که اړتیا شوه بېرته افغانستان ته ګرځو

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۰۷
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او که اړتیا شوره بېرته به دغه هېواد ته وګرځي.
وضعیت څارو که اړتیا شوه بېرته افغانستان ته ګرځو
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېنزي ویلي، دوی د افغانستان وضعیت له نېږدې څاري او که اړتیا شوره بېرته به دغه هېواد ته وګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکېنزي له ملیټري ټایمز سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا له هرې ممکنه لارې هڅه کوي، چې پر داعش او القاعده ډلې فشار راوړي.

نوموړي د دې په پوښتنې په ځواب کې، چې ښکاري طالبان بیا واک تر لاسه کړي ویلي، دوی لا هم له اسمان څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.

جنرال مکېنزي زیاته کړې، طالبانو ته وخت ځکه ورکړل شوی دی چې امریکا غواړي دغه ډله وازمایي خو په وینا یې دوی د افغان ځواکونو ملاتړي دي، نه یوازې اوس بلکې د تل لپاره.

دغه امریکايي جنرال د دې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان لوی ښارونه ونیسي نو دوی به څه وکړي، ویلي دوی همدا اوس د وتلو له پلان سره یو ځای پر دې هم کار کوي، چې د ورته ستونزې په صورت کې بېرته افغانستان ته څنګه راوګرځي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان دا خبره چې د اړتیا په صورت کې به بېرته افغانستان ته وګرځي وړمه ورځ یوه امریکايي سناتور او د استخباراتو یوه چارواکي هم کړې وه، چې ښايي د وضعیت د خرابېدو په صورت کې امریکایي ځواکونه بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

دغه دواړو هم تایید کړې وه، چې په دې برخه کې کار روان دی خو تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي