۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

افغان ولسمشر غني امریکا ته ځي، پر پاکستان دې تورونه نه پورې کوي

دوشنبه ۲۴ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۶
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، کېداشی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ ډېر ژر امریکا ته ولاړ شي.
افغان ولسمشر غني امریکا ته ځي، پر پاکستان دې تورونه نه پورې کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، کېداشی افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرۍ ډېر ژر امریکا ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه دیالوګ ډلې پرانستونکې غونډه کې دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي ویلي، ولسمشر غني او پلاوي ته یې نېکمرغه او ښه سفر غواړي خو په وینا یې مخکې له مخکې وايي، د دې سفر هدف باید تور پورې کول او د پاکستان ملامت ګنل نه وي.

قریشي ټينګار کړی، که د دې سفر هدف تور لګولو، د یوې نوې لوبې پیلول او پاکستان په افغانستان کې د ټولو ناروغیو او د سولې په پروسه کې د نه پرمختګ مسوول ګڼل کېږي، ګټه به ونه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې دا هم زیاته کړې، که د افغانستان د سولې پروسه خبرابېږي پاکستان یې باید مسوول ونه بلل شي.

ده ویلي«دا ګډ مسوولیت دی او هېڅوک باید ورته نور پام ونه کړي چې که حالات خرابېدل نو پاکستان پرې ملامت کړي، موږ مسوولیت په غاړه نه اخلو، پاکستان په افغانستان کې د سولې په پروسه کې رښتینی او مخلص دی، موږ په کافي اندازه تورن شوي یوو.»

د یادونې ده، چې د ټرک ټو په نوم د افغانستان او پاکستان د نظرخاوندانو غونډه چې په غیري دولتي کچه جوړه شوې، د دواړو هېوادونو تر منځ د راتلونکو اړیکو، سولې، پرمختګ او دوستۍ پر موضوعاتو راڅرخي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي