۰

جوبایډن: امریکا او ناټو د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي

سی شنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۲
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ناټو د سرمشریزې تر پای ته رسېدو وروسته ویلي، امریکا او ناټو د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.
جوبایډن: امریکا او ناټو د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي
د امریکا ولسمشر جوبایډن د ناټو د سرمشریزې تر پای ته رسېدو وروسته ویلي، امریکا او ناټو د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن خبریالانو ته و ویل، چې د افغانستان په اړه د ناټو غړو هېوادونو تر منځ اجماع شتون لري او ټول یې ملاتړ ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړې، د ناټو په سرمشریزه کې ټولو ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولینزو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او جاري به یې ساتي.

ولسمشر بایډن د دې تر څنګ ویلي، ناټو او امریکا د افغان ځواکونو ملاتړ هم کوي او له دغه ځواکونو به یې ملاتړ دوامداره وي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، ټول غړي هېوادونه ټینګار کوي چې له افغانستان سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

د ناټو د سرمشریزې په ګډه اعلامیه کې هم ټینګار شوي، چې دوی به افغانستان یوازې نه پرېږدي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

د دغه سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د ناټو سرمشریزه کې د افغان ځواکونو د روزنې او تمول، د کابل د هوايي ډګر د ستانې او دغه راز د افغان سولې پر ملاتړ موافقه شوې ده.

تر غونډې وروسته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې و ویل،  ناټو او متحدان یې په اوس وخت کې پردې کار کوي چې په څه ډول د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت دوام یقیني کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې سرمشریزې ترڅنګ لیدنې کتنې شوې او بې له شکه چې ترکیه په دغو هڅو کې اساسي ونډه لري.

سټولټنبرګ ویلي، د کابل د نړیوال هوایي ډګر د فعالیت د دوام لپاره د ناټو او د متحدانو له خوا یې یوه قوي ژمنه شته ځکه په وینا یې دا د ناټو د غیر نظامي حضور د دوام او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مهم دی.

په همدې مهال د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت ورکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې.

همدارنګه ناټو سرمشریزې ټینګار کړي، چې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او تمویل ته به دوام ورکړي او د ډيپلوماتیک حضور د دوام لپاره به په کابل کې د ملکي استازولی دفتر وساتي.

د ناټو د سرمشریزې په اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې هم د ناټو په ملاتړ ټینګار شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي