ننګرهار کې وسله والو څلور واکسیناتوران وژلي

25 جوزا 1400 ساعت 11:02

روغتیایي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې ۷ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


روغتیایي چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ناپېژانده وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې ۷ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښې د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار، سره رود او خوګیاڼو ولسوالیو کې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه رامنځ ته شوې دي.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، لومړی د خوګیاڼو په چمتله سیمه کې وسله والو پر دوه واکسیناتورانو ډزې کړې یو یې وژلی او بل ټپي دی.

دغه راز یو بل واکسناتور د همدې ولسوالۍ د کږې بازار په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی دی.

د ننګرهار روغتیايي چارواکي زیاتوي، همدا رانګه دوه رضاکار واکسیناتوران سره رود ولسوالۍ کې ویشتل شوي او وژل شوي دي.
 
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کې د کتلوي معافیت مشر ډاکتر جان محمد دوه نور واکسیناتوران د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې ویشتل شوې دي چې دواړه ټپیان دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وایي چې دغه پېښې له اوو بجو څخه تر نو بجو پورې شوې دي او اوس یې په ښار او ولسوالیو کې د واکسین کمپیاین درولی دی.

تر اوسه د دغه قتلونو مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 139799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com