۰
ملګري ملتونه:

 که د سولې خبرې پایلې ته ونه رسېږي افغانستان کې به بشري ناورین رامنځ ته شي

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۴
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د سولې خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.
 که د سولې خبرې پایلې ته ونه رسېږي افغانستان کې به بشري ناورین رامنځ ته شي
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د سولې خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که د سولې خبرې یوې پایلې ته و نه رسول شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شي.

ملګرو ملتونو پر نړیواله ټولنه او د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې مذاکرات چټک کړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې هلې ځلې ډېرې کړي.

سرچینه وايي، همدا اوس شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او تر څنګ یې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان په کور د ننه کډوال شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، که وضعیت همداسې دوام کوي نو ډېر احتمال شته چې بشري ناورین رامنځ ته شي او لا ډېر خلک د خپلو کورونو او هېواد پرېښودو ته اړ شي.

د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې ویلي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ په ټپه ولاړې خبرې باید ژر تر ژره د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزو په منلو سره بېرته پیل او مخ ته ولاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي