روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته درمل او طبی وسایل رالېږلي

26 جوزا 1400 ساعت 8:36

د روغتیا نړیوال سازمان له دوبۍ څخه کابل ته په یوه چارټر الوتکه کې د درملو او طبي وسایلو د رسېدو خبر ورکړی دی.


د روغتیا نړیوال سازمان له دوبۍ څخه کابل ته په یوه چارټر الوتکه کې د درملو او طبي وسایلو د رسېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان څانګې پرون په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي، دا په کابل کې د روسیې د سفارت له خوا مرسته شوي درمل او طبي وسایل دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغو مرستو هدف د افغانستان د روغتیايي خدماتو ښه کول او د کرونا د درېیمې څپې په وړاندې د مبارزې د وړتیا زیاتول دي.

تردې مخکې چین د کرونا ضد ۷۰۰،۰۰۰ ډوزه واکسین مرسته کړې وه چې افغانستان کې یې لګول پیل شوي دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي، دغه هېواد د اکسیجن او د اکسیجن د وسایلو له کموالي سره مخامخ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139816

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139816/

جمهور
  https://www.jomhornews.com