د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاویو د تماس ګروپونو یو ځل بیا دوحه کې ناسته کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی دی.
ورګ ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ګروپونو پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه ماښام ناسته کړې ده.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وایي، په دې ناسته کې د مذاکراتو د ناستو په ترتیب او تنظیم هر اړخیزه بحثونه وشول.
دا په داسې حال کې ده، چې تازه اروپايي ټولنې پر دواړو لورو غږ کړی، چې د سولې خبرې ژر تر ژره پیل او یوې مثبتې پایلې ته ورسوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی نېکلسن چې پاکستان ته د سولې په موخه په سفر تللی ویلي یې دي، د دواړو لورو پر اساسي وړاندیزونو باید ژر تر ژره خبرې پیل او یوې پایلې ته ورسول شي.
جمهورخبري آژانس:کابل