۰

ناپېژانده وسله والو فرا کې یو ډاکتر وژلی دی

چهارشنبه ۲۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۴
د فراه امنیت چارواکي تاییدوي، چې دغه ولایت کې نامعلومه وسله والو کسان یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.
ناپېژانده وسله والو فرا کې یو ډاکتر وژلی دی
د فراه امنیت چارواکي تاییدوي، چې دغه ولایت کې نامعلومه وسله والو کسان یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه د فراه ښار په لومړۍ ناحیه کې رامنځ ته شوې.

د فراه د پولیسو ویاند فاروق حضرتي وایي، دا ډاکتر امید حبیبي نومېده او د فراه په یوه شخصي کلېنیک کې یې دنده تر سره کول.

نوموړي زیاته کړې، ډاکتر حبیبي د فراه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند کې د خپل کور مخې ته د موټر سایکل سپرو وسله والو له خوا برید شوی او وژل شوی دی.
 
تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی خو پولیس وایي، دوی څېړنې پیل کړې دي.

په فراه کې دغه روغتیايي کارونکی پر داسې مهال وژل کېږي، چې په همدې ورځ ننګرهار کې هم په درې جلا وسله والو بریدونو کې څلور واکسیناتوران وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر په تازه څرګندونو کې ویلي، په ننګرهار کې د واکسناتورانو او په بغلان کې د ماین پاکانو وژنه او پر دوی بریدونه بشر ضد جنایت دی او پر وړاندې یې باید اقدام وشي.

ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له ورته بشر ضد او انسان ضد کړنو لاس په سر شي او افغان حکومت دې هم د ورته پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي