کورنیو چارو وزارت وايي، هرات ولایت کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه ماښام د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ نوآباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو د یوې کورنۍ پر غړو هغه مهال ډزې، چې د یوه پارک د ننه د شپې ډوډۍ ته ناست وو.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي، چې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو انګېزه نه ده معلومه، چې چا او د څه لپاره کړې خو پلټنې دوان لري.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل