۰

حمیداالله توخی د زابل نوی والي وټاکل شو

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۷
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخي د زابل ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
حمیداالله توخی د زابل نوی والي وټاکل شو
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخي د زابل ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزو اروګانونو خپلواکه اداره وايي، ښاغلی توخي د دوی په وړاندیز او د ولسمشر غني د حکم پر اساس د زابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د دغه ادارې له خوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي«د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړانديز او د جمهوري رياست عالي مقام د (۱۴۰۰/۳/۲۵) نېټې، د (۹۷۲) ګڼې حکم په اساس؛ ښاغلی حميدالله توخي د زابل ولايت والي په توګه وټاکل شو.»

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې تورن جنرال محمد نبي احمدزی د زابل والي وو.

باید و ویل شي، چې په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا په وزارتونو او ولایتونو کې ادلون بدلون زیات شوی دی.

حکومت څو ورځې وړاندې د هرات والي عبدلوحید قتالي لرې او پر ځای یې د کورنیو چارو وزرات امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع وټاکه.

دغه راز یې د لغمان والي رحمت الله یارمل لرې او پر ځای یې عبدالولي واحدزی د والي په توګه وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي