۰

حمدالله محب قزاقستان ته ولاړ

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته ولاړ.
حمدالله محب قزاقستان ته ولاړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي ښاغلی محب او ورسره پلاوی نن پنشنبې د غبرګولي ۲۷ مه د قزاقستان پلازمېنې نور سلطان ته ولاړ.

سرچینه وایي، قزاقستان ته د ښاغلي محب سفر دوه ورځنی دی، چې په ترڅ کې به یې د دغه هېواد له لوړ پوړو سیاسي او امنیتي چارواکو سره وګوري.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

محب پر داسې مهال قزاقستان ته سفر کوي، چې درې ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم د افغان سولې په تړاو قزاقستان ته تللی وو.

خلیلزاد د قزاقستان له ولسمشر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره تر کتنې وروسته ویلي و، قزاقستان یې د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته هڅولی او هغوی هم ډاډ ورکړي، چې د سولې په برخه کې به خپله همکاري زیاتوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي