۰
پخوانی امریکايي سناتور:

د دې وخت دی، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه راوګرځول شي

پنجشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۵۶
یوه پخواني امریکايي سناتور غړي ډانا روهرا باکر ویلي، افغانستان کې د پاکستان پر شل کلنه جګړه او لاسوهنو سترګې نه شي پټېدلی.
د دې وخت دی، چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه راوګرځول شي
یوه پخواني امریکايي سناتور غړي ډانا روهرا باکر ویلي، افغانستان کې د پاکستان پر شل کلنه جګړه او لاسوهنو سترګې نه شي پټېدلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باکر زیاته کړې، نور د دې وخت دی، چې پاکستان د ترهګرو ډلو له ملاتړه راوګرځول شي او دا ډاد تر لاسه شي، چې نور دغه هېواد په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سرتېرو تر وتلو مخکې باید ډاډ تر لاسه شي، چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه او د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي.

د باکر په وینا د افغانستان ستونزه یوازې طالبان نه دي، بلکې د دغه هېواد جغرافیايي موقعیت، دلته د نړیوالو ګټې او له وسله والو ډلو د بهرنیانو ملاتړ هغه څه دي چې په دې هېواد کې یې سوله سخته او جګړې شدیدې کړې دي.

دغه پخواني امریکايي سناتور ټینګار کړی چې نړیوال باید په افغانستان کې پر سوله سره سلا شي.

ډانا روهرا باکر وايي، د سیمې هېوادونه دې هم خپلې ګټې د جګړې له لارې نه پالي او افغانان دې په دې پوه شي چې دوی په مهم موقعیت کې پراته دي او باید د نړیوالو د دسیسو ښکار نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي