دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

27 جوزا 1400 ساعت 11:15

ملي دفاع وزارت وايي، له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې کابو ۳۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، له افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې کابو ۳۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینې زیاته کړې، افغان ځواکونو له طالبانو سره ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، بامیان، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، هلمند او کندوز کې نښتې او عملیات یې پرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویلش وي په دې جګړو او عملیاتو کې ۱۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۶۱ تنه یې ټپیان او څلور یې ژوندي نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت په عملیاتو او جګړه کې د طالبانو د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com