افغان حکومت: پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي

31 جوزا 1400 ساعت 10:02

افغان حکومت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې د سولې لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي او طالبان دې بامفهومه خبرو ته وهڅوي.


افغان حکومت یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې د سولې لپاره رښتیني ګامونه پورته کړي او طالبان دې بامفهومه خبرو ته وهڅوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي، کابل له اسلام آباد تمه لري، چې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی.

دی وايي، پاکستان ټول هغه امکانات او وسایل په لاس کې لري چې پر مټ یې کولی شي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، پاکستان ته په کار ده چې د سیمې د ارامۍ لپاره طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي او دلته د روانې جګړې په ختمولو کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود ویلي وو، دوی له طالبانو سره اړیکه لري، خو پر دغه ډله واک نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139938

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139938/

جمهور
  https://www.jomhornews.com