۰
حامد کرزی:

امریکا داسې یو هېواد شاته پرېږدي جګړې په‌ کې اوج ته رسېدلي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۲۸
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر امریکا نیوکه کړې، چې داسې یو افغانستان شاته پرېږدي چې جګړې او مرګونو په کې زور اخیستی دی.
امریکا داسې یو هېواد شاته پرېږدي جګړې په‌ کې اوج ته رسېدلي
پخواني ولسمشر حامد کرزي پر امریکا نیوکه کړې، چې داسې یو افغانستان شاته پرېږدي چې جګړې او مرګونو په کې زور اخیستی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له اسوشېټېډ پرس خبري آژانس سره په تازه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او په داسې حال کې له دغه هېواد څخه وځي، چې جګړې زور اخیستی او دا هېواد سخت کړېدلی دی.

ښاغلي کرزي په تېرو ۲۰ کلونو کې پر افغانانو د راغلیو کړاونو او دربدریو پړه په افغانستان کې د بهرنیانو په حضور اچولې وايي، د هغوی د حضور په خاطر افغانان دا حال لري.

پخواني ولسمشر ویلي«د هغوی د حضور په خاطر موږ نن دا حال لرو، ځکه هم موږ دا شرایط نه‌غواړو، موږ له دې بدبختیو او بې‌ وقارۍ سره چې نن مخ یو نه‌ غواړو دوام ورکړو، کله چې زموږ ماشومان د ښوونځیو مخته مري،نه، لږ تر لږه هغه وخت به موږ پوه شو چې چا ته د ملامتۍ ګوته ونیسو، کله چې دوی دلته نه ‌وي.»

کرزي زیاته کړې چې امریکا د ترهګرۍ د ختمولو او د ثبات د راوستلو په هدف افغانستان ته راغله، خو له ۲۰ کلونو وروسته د ده په خبره په دې دواړو کې پاتې راغله او په داسې حال کې وځي، چې یو کړېدلی او جګړې ځپلی افغانستان شاته پرېږدي.
 
پخواني افغان ولسمشر داسې وخت د شرایطو د خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې طالبان په یو شمېر ولایتونو کې په جګړو کې لاس بري بلل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي