۰

د افغان حکومت یو پلاوی قطر ته ځي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۰
د افغان سولې بهیر ته نېږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی قطر ته لاړ شي.
د افغان سولې بهیر ته نېږدې سرچینو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی قطر ته لاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې وايي، دغه پلاوی به راتلونکې اوونۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

ویل کېږي چې دغه پلاوی باید څو ورځې وړاندې دوحې ته تللی وی، خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر ځنډېدلی دی.

د سرچینې په وینا دا چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي څو له طالبانو سره پر روان وضعیت خبرې وکړي.

په دې پلاوي کې به پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یونس قانوني او کریم خلیلي شامل وي.

افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راوتلونکې اوونۍ دوحې ته د افغان پلاوی د سفر خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم امریکا ته ولاړ شي.

ښاغلي غني او عبدالله د امریکا د ولسمشر جوبایډن په رسمي بلنه واشنګټن ته ځي او ولسمشر بایډن به په سپینه ماڼۍ کې ورسره وګوري.

سپینه ماڼۍ وايي، د ولسمشر غني او بایډن خبرې به د افغانستان پر روان وضعیت، جګړې، سولې پروسې او دوه اړخیزه ستراتېژیکو اړیکو راڅرخي.

دیوان خبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي