۰
ولایتي شورا:

د بغلان دوشي او جلګه ولسوالۍ طالبانو نیولې

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۷
د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزی تاییدوي، چې د دغه ولایت دوشي او جلګه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د بغلان دوشي او جلګه ولسوالۍ طالبانو نیولې
د بغلان د ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزی تاییدوي، چې د دغه ولایت دوشي او جلګه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

بارکزي نن دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه جمهور خبري آژانس ته په تلېفوني مرکه کې و ویل، دغه ولسوالیو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته، خو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

نوموړي زیاته کړه، که حکومت د دغه ولسوالیو د بېرته ژر نیولو په اړه اقدام ونه کړي، له مرکز سره به د شمال لویه لاره هم وتړل شي او خلک به د انساني ناورین سره مخ شي.

د دوشي ولسوال صاحب داد غفوري هم وايي، چې پر دوشي له تېرې ورځې ۴ بجو راهیسې جګړه روانه وه، خو دا چې مرستې پر وخت ونه رسېدلې افغان ځواکونه اړ شول، چې له ولسوالۍ شاه تګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو ورځو کې ۶ ولسوالۍ په تخار، یوه یوه په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

خو دفاع وزارت وايي، د تخار بنګی او خواجه غار ولسوالۍ نن سهار بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

جمهورخبري آژانس: کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي