د تخار بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو ونیولې

31 جوزا 1400 ساعت 11:44

ملي دفاع وزرات وايي، د تخار ولایت بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلي دي.


ملي دفاع وزرات وايي، د تخار ولایت بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بېرته د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن دوشنبې د غبرګولی ۳۱ مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو او سیمه ییزه پاڅوان د هوايي ځواک په ملاتړ تېره شپه به دغه ولسوالیو کې عملیات پیل کړل او له طالبانو یې پاکې کړې.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ولسوالۍ نن سهار په شپړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکې شوې، طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې وسلې او مهمات یې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

همدارنګه ملي دفاع وزارت ویلي، طالبانو ته د تلقان اړوند ابدال او قره پرچو کلیو کې هم درنه مرګ ژوبله اوښتې او دغه سیمې ترې پاکې شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بغلان ولایتي شورا وايي، د دغه ولایت دوشي او جلګه ولسوالۍ نن سهار د طالبانو لاس ته لوېدلې او افغان ځواکونو ترې شاتګ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139949

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139949/

جمهور
  https://www.jomhornews.com