۰

د خوست هوايي ډګر ته په لومړي ځل نړیوالې الوتنې پیل شوې

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۳
د خوست ولایت هوایي ډګر ته په لوړي ځل نړیواله الوتنه پیل شوه او د متحده عربي اماراتو نه راپورته شوې الوتکه په کې کېناسته.
د خوست هوايي ډګر ته په لومړي ځل نړیوالې الوتنې پیل شوې
د خوست ولایت هوایي ډګر ته په لوړي ځل نړیواله الوتنه پیل شوه او د متحده عربي اماراتو نه راپورته شوې الوتکه په کې کېناسته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست چارواکي وايي، الوتکه د آریانا افغان هوايي شرکت وه، چې نن دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه سهار له متحده عربي اماراتو راګرځېدلې او په خوست هوایي ډګر کې یې ناسته کړې ده.

د دوی په وینا په دغه الوتکه کې ۸۰ تنه افغان مسافر له اماراتو مستقمیآ خپل ولایت خوست ته راغلي دي.

دا لومړی ځل دی چې له متحده عربي اماراتو څخه د خوست هوايي ډګر ته نړیوال پرواز ترسره کېږي.

دغه هوايي ډګر تازه د افغان حکومت په لګښت جوړ شوی او ټاکل شوې چې د لا پراختیا لپاره یې کار وشي.

د خوست ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي، چې دې ولایت ته نړیوالې الوتنې پيل شوې.

دوی وایي، په دې سره به په دې ولایت کې پراختیايي کارونه لا مخته لاړ شي او ګڼو ځوانانو ته به کاري زمینه برابره شي.

تر دې وړاندې ډېری خوستیان او یا په تول کې د لویې پکتیا خلک چې په عربي ملکو کې دي د سفر پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

دوی به د مسافرۍ لپاره لومړی کابل ته راتلل او یا به پاکستان ته تلل او له هغې ځایه به یې عربي هېوادونو ته سفر کولو، خو نور یې دغه ستونزه حل شوه او مستقمآ به خپلې ولایتونو ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي