کابل کې د څلورو چاودنو مخه نیول شوې ده

31 جوزا 1400 ساعت 13:51

پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د څلور سړک د غاړې ماین چاودنو مخه نیولې ده.


پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د څلور سړک د غاړې ماین چاودنو مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي، دغه ماینونه نن دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند او پغمان ولسوالۍ کې کشف او شند کړل شوي دي.

نوموړي ویلي، ترهګرو دوه کړۍ ماینونه د ۱۸ مې حوزې اړوند د چشمه چنغار په سیمه کې د سړک د غاړې خښ کړی و، چې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړل شول.

دغه راز ده زیاته کړې، چې دوه کړۍ نور ماینونه بیا د پغمان ولسوالۍ د کوبکي په سړک اېښودل شوي و، چې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړل شول.

مجاهد وايي، د دغه چاودنو په مخینوي سره د خونړیو پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار پولیسو د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې هم یو ماین کشف او له منځه وړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com