۰

وتلی او مهشور پښتون سیاتوال عثمان کاکړ ومړ

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۰۵
د پښتونو حق غوښتونکی، وتلی، ملي مشهور او د لر او بر په درد دردېدونکی پښتون سیاستوال عثمان کاکړ ومړ.
وتلی او مهشور پښتون سیاتوال عثمان کاکړ ومړ
د پښتونو حق غوښتونکی، وتلی، ملي مشهور او د لر او بر په درد دردېدونکی پښتون سیاستوال عثمان کاکړ ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عثمان خان کاکړ چې د پاکستان د سینټ غړی هم و څو ورځې وړاندې په خپل کور کې لوېدلی و او سر یې ضربه خوړلې وه.

لومړی د کویټې روغتون ته یو وړل شو خو تر هغې وروسته کراچۍ ته ولېږدول شو او له تېرو دوه ورځو راهیسې په کوما حالت کې و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ډاکتر سید عالم مسید پر خپله فسبوک پاڼه تایید کړې، چې عثمان کاکړ نن د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې او شهید شوی دی.

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ په عمومي فسبوک پاڼه هم د عثمان کاکړ د شهدات خبر ورکړل شو، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

ځینې راپوورنه وايي، چې عثمان کاکړ په کور کې نه دی غورځېدلی بلکې په سر یې اته ګزاره خوړلي و، چې د هغو له وجې یې ژوند حق ته سپارلی دی.

د عثمان کاکړ په مړینه په لر او بر کې د غم ټغر خور شوی او د هغه مینه وال او خواخوږي په خواله رسنیو کې خپله خواشني څرګنده کړې ده.

عثمان خان کاکړ یو له هغو پښتون سیاستوالو څخه وو، چې په لر او بر یې زړه خوږېده او تل یې په مېړانې سره د پښتون د حق غوښتنې نارې وهلې او ټول ژوند یې د پښتون د حق تر لاسه کولو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي