۰

لغمان کې د هاوان مرمۍ ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

سی شنبه ۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۹
امنیتي چارواکي وايي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لغمان کې د هاوان مرمۍ ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
امنیتي چارواکي وايي، د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه ماښام مهال د ښار اړوند ارمل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

لغمان کې د ملي امنیت 02 قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هاوان مرمۍ د لګېډو له امله یو ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، چې هاوان مرمۍ د طالبانو له لوري توغول شوې وه، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي