امریکايي پوځي شنوونکي وايي، د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ښایي په افغانستان کې روسیه او چین د نفوذ د تر لاسه کولو لپاره سیالي وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال جوزوف ووټل هم ویلي، افغانستان په ښکاره توګه د چین لپاره د علاقې وړ ځای دی.
جنرال ووټل په یوه مرکه کې ویلي، که په آسیایي او یو شمیر نورو هیوادونو کې د زیربناوو د جوړیدو لپاره د چین جدي هڅو ته وکتل شي، دا پروژې که په منځني ختیځ یا بل ځای کې دي خو په هغو هېوادونو کې دي چې د خطر سره مواجه او کمزوري دي او زه فکر کوم چې افغانستان ښایي په آینده کې همداسې یو ځای وي.»
د هغه په وینا دا به د حیرانۍ خبره نه وي چې په افغانستان کې هغه خلا چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته پیدا کېږي، چین او روسیه به یې د ډکولو لپاره د سیالۍ میدان ته ودانګي.
نوموړي ویلي«د امریکا د نظامي حضور په کمیدو سره د دا شان ډیرو شیانو د لیدو تمه باید ولرو.»
خو په خبره یې دا باید یقیني کړو چې د تائید شویو سفیرانو، او د بهرنیو چارو د وزارت د ټیمونو د لارې چې پوره امکانات ولري، سیاسي چارو مو منظمې وي تر څو د امریکا ګټې خوندي او ملاتړ یې وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل