د اوبو ملي اداره وايي، د بدخشان ولایت د شورابک د برښنا بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوبو ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وايي، دا بند د جرمني د ۴۵ میلیونه یورو په لګښت جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې بند د درېیو توربینونو په لرلو سره ۷.۵ مېګا واټه برښنا تولیدوي او د فیض اباد ښار ۲۵ زره کورنیو ته برښنا رسوي.
د اوبو ملي ادارې ویاند زیاتوي، د دې بند چارې د ٥ کلونو په موده کې بشپړې شوي دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د کمال خان په ګډون یو شمېر نور بندونه هم ګټې اخېستنې ته سپارلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل