په عامه او سراتېژيکو اړیکو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وايي، طالبانو په تېره یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو او نړۍ ته روښانه کړه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عمر نن سه شنبې د چنګاښ اوله کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، طالبانو په تېره یوه میاشت کې په خپلو اعمالو ثابته کړه، چې دغه ډله کې هېڅ ډول تغیر نه دی راغلی.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان اوس د هم د انساني حقونو په ګډون هېڅ کومې آزادۍ ته ژمن نه دی.
د هغه په وینا د طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې دغه ډله د افغانستان له ملت، تاسیساتو او پرمختګ سره دښمني لري.
عمر د طالبانو له لوري د دوی د خوښې نظام جوړېدو غوښتنې ته په اشارې ویلي چې د ملا برادر په ګډون د دغې ډلې هیڅ مشر هم له د دوی د خوښې نظام څخه واضح تعریف نه لري او دا قیاس کېدلی شي چې د دوی د خوښې نظام څخه د دغې ډلې تعریف تیارو ته بیا ستنېدل او له پرمختګه د خلکو منع کول دي.
د ولسمشر سلاکار وايي، طالبان غواړي پر قبرونو واکمني وکړي او له دې پرته بل هیڅ هدف نه لري.
هغه ټینګار کړی چې اوس د طالبانو اوج دی او له دې وروسته هیڅ هم نه شي کولی.
عمر وایي، که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو نه یوازې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو بلکې د ځینې سیمو په څېر به د افغان ولس له توند غبرګون سره مخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل