د پاکستاني طالبانو او جماعت الاحرار ډلې مخکېنی وياند احسان الله احسان وايي، د پښتونخوا ملي عوامي ډلې ايالتي مشر عثمان کاکړ د پاکستان استخباراتي شبکې ایايسای وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې احسان ویلي، د کاکړ شهادت په هيڅ توګه کومه طبيعي پېښه نه، بلکې قتل دی چې د پاکستان استخباراتو کړی دی.
د هغه په وینا هغه مهال چې دی په زندان کې و د پاکستان پوځ او استخباراتو يو ليسټ ورکړی و چې باید ووژل شي او په هماغه ليسټ کې د عثمان کاکړ نوم هم و.
احسان وړاندې وايي، په عثمان کاکړ پسې د ډاکټر سيد عالم مسود نوم او تر هغه وروسته نوبت افراسياب خټک ته رسېږي.
د ده په خبره، پوځ او استخباراتو پرېکړه کړې ده دغه کسان که مخامخ و نه ويشتلای شي، په داسې توګه بايد ووژل شي چې مرګ يې طبيعي ښکاره شي.
احسان وايي، هغه وخت چې په زندان کې و پاکستاني پوځ او استخباراتو ورته ويلي و چې که د پښتنو دغه سياسي مشران ووژني، دی به خوشې کړي.
احسان د پاکستان پوځ نيولی و او بيا وروسته په مرموزه توګه له زندانه وايستل شو او له کورنۍ سره ترکيې ته ولېږل شو چې لا هم هلته دی.
جمهورخبري آژانس:کابل