۰
حنیف اتمر:

طالبانو له امریکا سره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی، اوس هم له القاعده سره اړیکې پالي

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، طالبانو د دوحې تړون کې له امریکا سره کړې مهمې ژمنې نه دي عملي کړې.
طالبانو له امریکا سره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی، اوس هم له القاعده سره اړیکې پالي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، طالبانو د دوحې تړون کې له امریکا سره کړې مهمې ژمنې نه دي عملي کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي اتمر پرون سه شنبې د چنګاښ اوله د ملګرو ملتونو امنیت شورا په انلاین غونده کې ویلي، طالبان لا هم د ځینو سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډولو سره اړیکې لري او پالي یې.

نوموړي ټینګار کړي، چې طالبان نه یوازې القاعده شبکې ته پناه ورکړې او کوربه توب یې کوي، بلکې نورو سیمه ییزو تروریستي ډلو ته یې هم پناه ورکړې، لکه لشکرطیبه، د پاکستاني طالبانو غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یا او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ.

دغه راز اتمر ویلي، طالبانو له امریکا سره تړون کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه هم کړې وه، خو نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی، بلکې طالبانو د خپلې جګړې شدت دومره زیات کړی چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي،  جګړې په ډګر کې فعالیت د مذاکراتو د مېز پرتله ډېر زیات دی.

د هغه په وینا په دې مهم وخت کې افغانان او په کابل کې بهرني ډیپلوماټان د افغانستان د سیاستوالو ترمنځ د سیاسي یووالي د نشتوالي له کبله اندېښمن دي.

اتمر منلې، چې په ځينو برخو کې حکومت ځکه پاتې راغلی چې سیاست تر حکومتوالۍ مخکې و خو ټینګار کوي، چې د یووالي نشتوالي ته باید پام وشي که نه خطر شته چې طالبان نورې ځمکې هم لاندې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي