دېبورا لاینز:

افغانستان کې د تاوتریخوالي په اړه باید بېړني اقدامات ونه شي

2 سرطان 1400 ساعت 9:26

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز افغانستان کې په روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې وايي، تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز افغانستان کې په روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې وايي، تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن لاینز پرون سه شنبې د چنګاښ اوله د ملګرو ملتونو امنیت شورا غوندې ته ویلي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی دی.

نوموړې خبرداری ورکړی، چې که چېرته بېړني اقدامات ونه شي نو په دغه هېواد کې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ تر لاسه شوې لاسته راوړنې به له یوې مخې له منځه لاړې شي.

مېرمن لانیز ویلي، په افغانستان کې له روان بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار د خبرو مېز ته بېرته راګرځېدل دي.

هغې ټینګار کړی دی چې د افغانستان لپاره یوازې یوه منل شوې لار وجود لري او هغه هم دا چې ښکېل اړخونه ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې خبرو ته بېرته راوګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140008

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140008/

جمهور
  https://www.jomhornews.com