سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د کونړ ولایت په مرکزي روغتون لګېدلې او اور یې اخیستی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په خپله فسبوک پاڼه ویلي، طالبانو نن چهارشنبې د چنګاښ دویمه د کونړ په مرکز اسعداآباد ښار هاوان توغولی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د هاوان مرمۍ د کونړ په مرکزي روغتون لګېدلې، چې له امله یې روغتون اور اخیستی دی.
هغه د مرګ ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي په روغتون اور بل دی.
د کونړ چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار