۰
د ننګرهار د سپین غړ د قومي مشرانو پرېکړه:

هغه کورنۍ به کډه کړو چې غړي یې د طالبانو په لیکو کې دي

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۰
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ به کډه کولو ته مجبور کړي، چې کوم غړی یې د طالبانو په لیکو کې وي.
هغه کورنۍ به کډه کړو چې غړي یې د طالبانو په لیکو کې دي
د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ قومي مشرانو پرېکړه کړې، هغه کورنۍ به کډه کولو ته مجبور کړي، چې کوم غړی یې د طالبانو په لیکو کې وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي، قومي مشرانو دغه پرېکړه پرون سه شنبې د چنګاښ اوله کړې ده.

نوموړي ویلي، قومي مشرانو پرېکړه وکړه، چې تر دې وروسته د دې سیمې د کورنۍ هر غړی کې د طالبانو په لیکو کې وي، یا به ترې راوځي او یا به یې قوم له خپلې سیمې کډه کوي.

دی وايي، قومي مشرانو دا پرېکړه وروسته له هغې وکړه چې وسله والو طالبانو د سپین­غر ولسوالۍ بازار په وروستیو کې وسوځاوه، د خلکو کورونه او نور تاسیسات یې ویجاړ کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د جګړې د سختدېدو سره ولسي خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او د خپلو امنیتي ځواکونو به ننګه راوتلي دي.

د راپورونو له مخې، کندهار، بلخ، تخار، کاپیسا، جوزجان، سرپل، بدخشان، پروان او خوست ولایتونو کې خلک د طالبانو پر ضد او د افغان ځواکونو په ملاتړ راوتلي او وسلې یې اخیستې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي