د ملي دفاع سرپرست وزیر:

نه پرېږدو چې طالبان بیا پر خلکو خپل نامشروع نظام وتپي

2 سرطان 1400 ساعت 10:49

د ملي دفاع وزرات تازه ګومارل شوی سرپرست بسم الله محمدي وايي، طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې یو ځل بیا خپل نامشروع رژیم د افغانستان پر خلکو وتپي.


د ملي دفاع وزرات تازه ګومارل شوی سرپرست بسم الله محمدي وايي، طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې یو ځل بیا خپل نامشروع رژیم د افغانستان پر خلکو وتپي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محمدي په یوه پیغام کې د افغانستان خلکو ته ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په پرېکنده توګه د طالبانو پر وړاندې ولاړ دي او ولاړ به وي.

هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«موږ ژوند یو، په هره بیه له افغانستان څخه دفاع کوو، طالبانو ته اجازه نه ورکوو، چې خپل شومو اهدافو ته ورسېږي او خپل نامشروع رژیم زموږ په وطنوالو وتپي.»
 
محمدي پر خلکو غږی کړی، چې وار د نه خطا کوي، ځکه افغان ځواکونه د طالبانو پر وړاندې کلک ولاړ دي او پرې به نږدي، چې دغه ډله خپلو شومو اهدافو ته ورسېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا اوس د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي.

طالبانو د ګڼو ولسوالیو د نیولو او افغان ځواکونه بیا د سلګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 140015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com