۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د طالبانو نظام په هېڅ وجه بیا د منلو نه دی

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په ټینګه ویلي، چې دوی ته د طالبانو د نظام بیا رامنځ ته کېدل په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د طالبانو نظام په هېڅ وجه بیا د منلو نه دی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په ټینګه ویلي، چې دوی ته د طالبانو د نظام بیا رامنځ ته کېدل په هېڅ وجه د منلو وړ نه دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو پرون سه شنبې د چنګاښ اولې په خپله انلاین غونده کې ویلي، ملګري ملتونه په هېڅ ډول د طالبانو د بیا راتګ ملاتړ نه کوي.

د امنیت شورا غړو د امریکا، برېتانیا، استوانیا او یوناما د استازو په ګډون په خپلو ویناو کې په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی، پر ښوونځیو، ماین پاکۍ په کارکوونکو، او ملکي وګړو بریدونه په کلکه وغندل او ټینګار یې وکړ، چې بشري حقونو پر سر په هېڅ شرایطو کې له چا سره خبرې نه کوي.

دوی په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو د نظام بیا راتګ ورته په هېڅ ډول د منلو نه دی او نه هم نړیواله ټولنه د هغوی له راتګ څخه ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، دوی د مانا لرونکو مذاکراتو له سره پیلېدو ملاتړ کوي، چې پر مټ یې افغانستان کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي.

د دې شورا غړو دغه راز له افغان دولت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون د تېرو ۲۰ کلونو د لاس ته راوڼو پر ساتنې ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې افغان دولت او ولس ته ډاډ ورکړ.

د یادونې ده، چې دې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ګډون کړی و او د طالبانو وروستیو تاوتریخوالي ته په اشارې یې و ویل، چې طالبانو له امریکا سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې او اوس هم له ترهګرو ډلو سره اړیکې پالي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې طالبانو دوحه کې له امریکا سره دا ژمنه هم کړې وه، چې تاوتریخوالی به کموي، خو په وینا یې دغه ډلې نه یوازې تاوتریخوالی کم کړی نه دی، بلکې په بې سارې توګه یې زیات کړی دی.

په غونده کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبورا لاینز هم پر اوسني تاوتریخوالي اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې که یې د مخنیوي لپاره په وخت اقدامات ونه شي د تېرو کلونو لاس ته راوڼې به ټولې له لاسه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي