۰

پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

چهارشنبه ۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۵:۳۹
کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه نهه بجې د کندهار – هرات پر لویه لار د کندهار میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیت امر غورځنګ افریدی وايي، ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر د د طالبانو له لوري د سړک د غاړې خښ شوي ماین ختلی، چې مرګ ژوبله لري خو دقیق معلومات یې نشته.
 
خو د میرویس روغتون مشر ډاکتر داوود فرهاد وايي، د پېښې له ځایه دوی ته پنځه جسدونه او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کې څلور نجونې او یو نارینه دي او په ټپیانو کې هم ۸ ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي