د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن او لوی درستیز جنرال مارک میلي د افغان جګړې په میدان کې د طالبانو وروستي پرمختګونه بې ارزښته وبلل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړو ویلي، طالبانو د هغو ولسوالیو مرکزونه نیولي، چې زیاتره برخې یې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وړاندې د دغه ډلې په کنټرول کې وې.
دواړو د امریکا د استازو جرګې پوځي کمېټې ته پرون چهارشنبې د چنګاښ ۲مه په یوه ناسته کې ویلي، چې طالبانو تر اوسه د افغانستان هېڅ ولایت مرکز هم نه دی نیولی.
جنرال مارک میلي خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې حاضردمه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي په داسې حال کې، چې افغانستان ۴۱۸ ولسوالۍ لري او په ۳۴ ولایتونو کې د هېڅ ولایت مرکز د دې ډلې په ولکه کې نه دی.
دی وايي، دا سمه ده چې طالبانو حملې زیاتې کړي، پوستې یې نیولې دي، د ځینو ولسوالیو مرکزونه هم نیولي دي خو د دغو سیمو په سلو کې۶۰ یې تېر کال نیولې وې او نورې یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې نیولې دي.
هغه زیاته کړې«موږ اندېښمن یوو، خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه، پولیس او اردو څه کم یا زیات ۳ لکه دي او د هغو دنده ده چې د خپل هیواد ساتنه وکړي.»
دفاع وزیر لویډ اسټن تایید کړه چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پرمختګ کړی او د ځینو ولایتونو مرکزونه یې هم محاصره کړي دي خو وايي، طالبانو تراوسه پورې کوم ولایتي مرکز نه دی نیولی.
د یادونې ده، چې اسټن او میلي تېره اوونۍ هم د امریکا سناجرګې ته ویلي وو چې ممکن د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته تروریستي ډلې په افغانستان کې بیا منسجمې او پر امریکا حملې وکړای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل