۰
د امریکا دفاع وزیر:

له افغانستان سره مشارکت او قوي دفاعي اړیکو ته ژمن یو

شنبی ۵ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۰۰
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره چارواکو سره لیدنه کې ویلي، امریکا له افغانستان سره پایداره مشارکت او په ځانګړي ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمنه ده.
له افغانستان سره مشارکت او قوي دفاعي اړیکو ته ژمن یو
د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره چارواکو سره لیدنه کې ویلي، امریکا له افغانستان سره پایداره مشارکت او په ځانګړي ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني، ورسره پلاوی او د امریکا د دفاع وزیر لیدنه پرون جمعه د جنګاښ ۴ مه پنټاګون کې لیدلي دی.

د امریکا دفاع وزیر په خپلو خبرو کې ویلي، چې امریکا د افغان ځواکونو سره مهمو امنیتي او دفاعي مرستو ته ژمنه ده او مرستې به دوامداره وي.

اسټن ټینګار وکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره پایداره مشارکت او په خاص ډول قوي دفاعي اړیکو ته ژمن دی.

په ورته وخت کې ولسمشر غني د دواړو هېوادونو اړیکو ته په کتو د انتقال نوی دور مهم وباله زیاته یې کړه، دواړو هېوادونو منلې چې اړیکې یې یو نوي فصل ته داخلیږي.

ښاغلي غني و ویل، هغه وړاندوینې چې ګنې امریکا به افغانستان یوازې پرېږدي، سمې نه دي بلکې په وینا یې افغانستان به د اړیکو په نوي فصل کې د بهرنیو په همکارۍ او ملاتړ تکیه وي.

ولسمشر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د استخباراتي معلوماتو په اساس شاید په شپږو میاشتو کې د افغانستان حکومت نسکور شي، وویل دا ډول ډېرې وړاندوینې شته چې غلطې ثابتې شوې دي.

دغه ناسته کې د ملي روغې جووړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله هم خبرې وکړې ویلي یې دي، د انتقال بهیر باید په داسې شکل انجام شي چې د دواړو هېوادونو مشترکې ګټې خوندي وي.

ډاکترعبدالله زیاته کړې، باید د سولې او ثبات دښمنان چې ترهګرې ډلې دي، د انتقال له دغه بهیر څخه ګټه وانخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي